دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې په هرات کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي

روهي ( یوه نۍ/ ۲ د لیندۍ )، د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې ځواکونو یې په هرات ولایت کې ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

فاع وزارت زیاتوي، چې د هرات ولایت په "پشتون زرغون" ولسوالۍ کې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې د طالبانو له خوا د عامو خلکو د وژلو په موخه ۳۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای شوي ؤ، د کومانډو ځواکونو له لورې کشف او شنډ شول".