کندهار کې مېرمنو لپاره ۹۵ وړې شنې خونې جوړیږي

روهي (یوه نۍ/ ۲ د لیندۍ)، د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت وايي، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې د ژمي په موسم کې د سبو تولید په پار د کندهار ولایت پر یو شمېر مېرمنو ته ۹۵ وړې شنې خونې جوړوي.

د وزارت په وینا، چې دغه شنې خونې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې ۹۵ مېرمنو ته جوړیږي، چې ټولیز لګښت یې ۳.۸ میلیونه افغانۍ ده.
د یادو شنو خونو ترڅنګ پر دغو مېرمنو د بېلابېلو سبو تخمونه هم وېشل کیږي او همداراز دغو مېرمنو ته په شنوخونو کې د سبو کرکېلي او پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.

وزارت زیاتوي، چې له څو کلونو را په دې خوا په کندهار ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي پروژې له خوا د وړو شنوخونو د وېش لړۍ پیل شوې ده، چې ښې پایلې لري.
یو شمېر هغو مېرمنو، چې په تېروکلونو کې یې شنې خونې تر لاسه کړي دي وایي؛ د ژمي په موسم کې چې په بازار کې سابه او ترکاری نه وي د خپلو کورنیو د اړتیا وړ سابه او ترکاري له خپلو شنو خونو څخه تر لاسه کوي او یوه برخه یې په بازار کې هم خرڅوي او د کور لګښتونه پرې پوره کوي.

له کومه ځایه چې سابه د سالمې تغذیې ډېره مهمه سرچینه ده، د کرنې وزارت د کورنیو د سالمې تغذیې په پار او مېرمنو لپاره د دندې ایجادولو په موخه هر کال په ټول هېواد کې پر مېرمنو سلګونه وړې شنې خونې وېشي.