د افغانستان روان وضعيت او د څوکيو وېش؛ فضل احمد معنوي په کې وزير شو!

د جګړې رېښې به ډیرې وي؛ ښايي جګړه مذهبي، د سرچينو پر سر، له ايډيالوژيو راپورته شوې، قدرت د رسېدو په پار او يا به هم د دفاع په خاطر وي. د جګړې هره بڼه شريره، بدمرغه، وژونکې او ويجاړونکې وي. د نړۍ د اوږد جګړو د افغانستان جګړه ۴۲ کلنه کيږي او شونې ده چې د اوږدو جګړو د نوملړ سرته راشي. 

د افغانستان ۴۲ کلنې غميزې بيلا بيلې بڼې او نومونه خپل کړي. جهاد، له هېواده دفاع، د هېواد خپلواکۍ لپاره، د ترهګرۍ پر ضد او نورو نومونو پوښل شوې. که چیرې د افغانستان دغه اوږده غميزه ښه وڅېړو، نو بهرنی اړخ يې د نړۍ زبرځواکونه دي او کورني اړخ کې جګړه د څوکيو پر سر ده. 

د غوايي کودتا، مجاهدينو او طالبانو راتېريږو؛ د ۱۹ کاله د افغانستان په ديموکراسۍ کې د افغانستان او افغان وضعيت وګورئ. له طالب سره جګړه افغان حکومت او نړيوالې ټولنې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې پر نوم معرفي کړي، طالب بيا دغه جګړې ته د جهاد نوم او د هېواد د خپلواکۍ مبارزه ويلي، خو ولس په دې پوهه دی، چې نه ترهګري د جکړې رېښه ده او نه هم د هېواد خپلواکي؛ جګړو د موخو ده او موخې هم د سياسي واک لاس ته راوړل دي. 

د طالب او حکومت ترمنځ جګړه چې په هر نوم وي، خو دې خوا حکومت يې د ګټلو، ماتولو او يا هم د سولې له لارې د پای ته رسېدو وايي. ۲۰۰۱ يو کال کې د سوله ييز افغانستان په پار د بن کنفرانس تر سره شو، خو هلته ويش د واک وو او د څوکیو مصلحتي تقسيم وو. د بن کنفرانس په پایله کې نه يوازې افغانستان سوله ييز او امن نه شو، بلکې د بدبختيو نوې بڼې يې هم ولېدې. ورپسې د ۲۰۰۳ کال له ولسمشريزو ټاکنو را پيل تر ۲۰۱۹ پوري، د ديموکراسۍ په لمن کې راغلي حکومتونه د څوکیو د وېش پر بنسټ رامنځ ته شوي، چې تر نن روان دي. 

د وړ پر ځای مصلحتي حکومتونه لامل شوي چې هېواد په داسې يو وضعيت کې ووسي، چې اکثريت وګړي يې پر منځني ژوند بې باوره شي. امنیتي څوکۍ پر قوم او ژبې ویشل کيږي، چې پایله کې يې جګړه ډېره، بې قانوني، جنایي پېښې او ناامني تر اوج پورته شوې. د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه د سیاسي مصلحت قرباني؛ پايله يې د زده کړو ټيټ کميت او کيفيت چې د سوادۍ او زده کړو د محرميت کچې يې پورته کړې. د کار، اقتصاد، ټولګټو چارو وزارتونه د نه وړ کسانو او ډلو برخه کيږي چې په ترڅ کې يې افغانستان د نړۍ د بې وزله هېوادونو د نوملړ سر کيږي. همداسې له لوړو نېولې بيا تر ټيټو مقامونو، واک او ځواک د روابطو، شخصي پالنو او قوم پالنو پر بنسټ دی، چې پايله کې يې افغانستان د غميزوو او ناخوالو ټولګه ګرځېدلې ده.

همدا نن يو ځل بيا د هېواد ولسي جرګې چې ښايي ګڼ شمېر استازي يې هم د پيسو او غېر مشروع رايو له لارې يې بريالي شوي وي، ټول هغه نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړه، چې حکومت ورته معرفي کړي وو. همدغه ولسي جرګې د سرپرستۍ پر مهال ډېری وزيران د ځواب ورکونې په پار غوښتي او په چارو کې يې ناکام بللي وو، خو نن يې هر څه هېر او په غوڅ اکثريت سره يې بريالي کړل. د عدليې وزارت نوماند وزير فضل احمد معنوي چې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال يې له قانون پورته د بغاوت نارې وهلې، نن يې د ټولو نوماند وزيرانو له منځ زياتې رايې خپلې او په لوړې کچې بريالی شو. 

د وزيرانو او وکيلانو ترمنځ د باور رايو په پار د پيسو او نورو ناقانونه کړنو معاملې به بې سارې نه وي، خو دا د څوکيو وېش به يو ځل بيا ولس په ګڼو ناخوالو کې واچوي. نه به د ولس ژوند امن شي او نه به يې د ژوند کولو زمېنه برابره شي. تر هغه چې افغانستان کې سياسي واک؛ له ولسمشره نېولی بيا تر بل مقام او همدا ډول حکومتي څوکۍ؛ له لوړ مقام تر کوچني پوري؛ وړ او اهل ته په لاس ورنه شي، د هېواد هر پرهر به لا شړيږي او ناخوالو به اوج ته رسيږي.