ولسي جرګې د کابینې ۱۰ نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه


روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، د افغانستان ولسي جرګې نن د کابینې لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه.

د ولسي جرګې لخوا د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف ته اتمر ته ۱۹۷، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته ۲۰۵، د دفاع وزیر اسدالله خالد ته ۲۰۶، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ۲۱۴، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ۲۲۰، د مخابراتو وزیرې معصومه خاوري ۱۵۴، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر ۱۹۷، د کار او ټولینزو چارو وزیر ۱۹۰، د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ۱۴۰ او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ رایو په ترلاسه کولو سره وکولی شول چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.

ولسي جرګې نن د کابینې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایو صندوقونه کیښودل چې لس واړه په دې وتوانیدل ترڅو د ولسي جرګې له غړو د باور رایه ترلاسه کړي.