
محمدواصل وصال
غلي غلي ستاداوښکوتویول راته په یاددي
هادعشق په شپه دسترګوجنګول راته په یاد دي
له ډیروسټروتلوسواوامېدونووروسته
په یونظر ددوزړونونښلول راته په یاددي
وې ستاوړې وړې خبرې په ناز
دخوروزلفوټولول راته په یاددي
نن به وکړوڅوخبرې بیابه نه یم
ستاخندااولاس نیول راته په یاددي
مینه نیمګړې ،لاره ورکه له ما
په نیمه لار،لاربیلول راته په یاددي
دوصال سره چې مل نشوې قسمته
ګوټ دزهروتېرول راته په یاددي