ملګرو ملتونو په کابل ښار د نن سهار راکټي بریدونه غندلي دي

روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما په کابل ښار د نن سهار بریدونه غندلي او د ولسي وګړو په مرګ ژوبه یې خواشیني څرګنده کړې ده.
 
یوناما په همدې موخه خپره کړې پیغام کې دا ډول بریدونه خواشینونکي بللي او څرګنده کړې یې ده، چې ددې ډول بریدونو دې ونیول شي او سخته سزا دې ورکړل شي.

په کابل ښار د ننیو راکټي بریدونو وروسته د امریکا سفارت هم په کابل کې خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو ځایونو دې  دباندې نه وځي او له سفر کولو دې ډډه وکړي.
 
د یادونې وړ ده چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو ۱۴ راکټي بریدونه وشول چې د لومړنیو معلوماتو په اساس ویل کيږي په دې بریدونو کې ۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.