په فاریاب او بامیانو کې په دوو جلا برخو کې د ۸ ښځینه فوټبال روزنکو په ګډون ۴۸ کسانو ته روزنه ورکړل شوه

روهي (نۍ/۱ د لیندۍ)، د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې په بامیانو ولایت کې د فوټبال روزنې د D درجې ټولګی چې یوه اوونۍ مخکې په دغه ولایت کې پيل شوی و، پرون د ورزشي مسؤولانو او او محلي چارواکو په حضور کې پای ته ورسېد.

د فدراسیون په وینا چې په ډغه ټولګي کې د ۸ ښځينه فوټبال روزونکو په ګډون ۲۶ مربیانو ګډون کړی و او شپږ ورځې يې د دغه ټولګي له ښوونکي همایون همدرد څخه په عملي او نظري توګه د فوټبال روزنې نوي تکتیکونه زده کړل. 

بلخوا د افغانستان فوټبال فدراسیون زیاتوي چې د لوبڅارنې او د لوبڅارانو د ظرفیت لوړولو یو ټولګی یې د هېواد په شمالي ولایت فاریاب کې پرون د دغه ولایت د والي نقیب الله فایق په حضور کې پای ته ورسېد. 

د فدراسیون په وینا، چې دا ټولګی د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکښ لوبڅار حلیم آقا شېرزاد له خوا د ۶ ورځو په موده کې تدریس شو او ۲۴ لوبڅارانو پکې ګډون کړی و.

د فوټبال یادو روزنیزو ټولګیو په پای کې د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا ګډونوالو ته د ګډون سندونه هم ورکړل شول.