د اسیا والیبال کنفدارسیون په افغانستا کې  د والیبال لومړي پړاو غوره لیګ سیالیو ستاینه کړې

روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، د افغانستان والیبال غوره لیګ چې لومړی پړاو یې دوه ورځې وړاندې په کابل کې پای ته ورسید، د اسیا د والیبال کنفدراسیون په دې هېواد کې والیبال د غوره لیګ سیالیو لومړي پړاو سرته رسېدو هرکلی کړی دی.

یاد کنفدراسیون د افغانستان د والیبال لومړني غوره لیګ په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ددې سیالیو ستاینه کړې او دا سیالۍ یې په افغانستان کې د والیبال لوبو په تاریخ کې تر ټولو مهمې لوبې ګڼلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي: "د افغانستان د والیبال غوره لیګ لومړی پړاو افغانستان کې د دې لوبې تر ټولو لویې کچې لوبې دي."

د افغانستان د والیبال غوره لیګ لومړی پړاو تېره اونۍ په کابل کې پای ته ورسېده، چې د افغانستان شپږ زونونو په کچه شپږو لوبدلو د یو او بل په وړاندې سیالۍ ترسره کړې چې په پای لوبه کې ام البلاد لوبډلې د بالاحصار په ماتولو اتلولي خپله کړه چې د اسیا کنفدراسیون ورته مبارکي ورکړې او یادونه یې کړې چې تاریخ مو جوړ کړ.