په خبرو کې د اختلافي مسایلو له حل وروسته مذاکراتي ډلې د اجنډا په سر خبرو ته چمتوالی نیسي

روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، د راپورنو له مخې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی.
 
ویل کیږي چې د دواړو ډلو ترمنځ په اختلافي مسایلو هوکړه شوې او د کړنلارې په سر پاتې څلور مسایل هم حل شوې دي چې له منځه یې د دوحې تړون هم د دواړو خواو لخوا د اساس په توګه منل شوی.

په قطر کې د دواړو لوریو ترمنځ دوحې تړون د اساس په توګه له منلو وروسته اوس دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو هم منلې، چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي. 

ویل کیږي ولسمشر غني د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي کابل ته را غوښتي او ډیر ژر به بېرته قطر ته وګرځي؛ بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم نن قطر ته ځي او ویل کیږي چې نوموړی به په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر له غړو سره وګوري.