تاوتریخوالی زیات شوی، طالبان باید اوربند ته وهڅول شي

روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، ولسمشر غني تېر ماښام د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتې چې د خپل صلاحیت څخه په ګټې اخیستنې دې طالبان اوربند ته وهڅوي.

افغان ولسمشر غني یاده غوښتنه د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په ويډيويي بڼه کړې دي، او له امنیت شورا یې غوښتې چې طالبانو د بندیزونو په زور دیته اماده کړي چې اوربند ته غاړه کیږدي.

 نوموړي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې دوی سولې ته ژمن دي، خو طالبانو لا هم هغه شرطونه نه دي پوره کړي چې د سولې په برخه کې پرې لګول شوې و.

ولسمشر غني د امنیت شورا غونډې ته خپله وینا کې زیاته کړې، چې په هېواد د تاوتریخوالي ډېروالی د ژورې اندېښنې وړ دی او نور پکار ده چې طالبان اوربند ته غاړه کیږدي او په هېواد کې د نږدې تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.