روهي (نۍ/ ۱ د لیندۍ)، د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې پروسې د ملاتړ خپلولو لپاره ترکیې ته تللی او ددې هېواد له ولسمشر رجب طیب اردغان سره کتلې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له عبدالله سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو ملاتړ کړی او ویلې یې دي چې ترکیه به له هغې سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
عبدالله عبدالله د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر ترکیې ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان، دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو مولود چاووش اوغلو، خلوصي اکار او ګڼو ترکیې چارواکو سره کتلې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له افغان پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د سولې راتلو او د جګړې ختمېدو غوښتونکی دی او په وینا یې چې ترکیه به په دې برخه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
عبدالله عبدالله ویلي: "په دې لیدنه کې مو د افغانستان د باعزته او تلپاتې سولې لپاره د ترکیې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه."
ترکیه د افغانستان له نږدي ملاتړو هېوادونو بلل کیږي، چې په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره په ځینو برخو کې همکاري کړې ده.
وروستي