د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډيپلوماسي

د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډيپلوماسي
«علمي- څېړنیز سیمینار»
 
 د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د سیمه ییز مطالعاتو مرکز له خوا «د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډيپلوماسي» په نوم یو ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د لړم میاشتې په ۲۶مه د دوشنبې پر ورځ ترسره شو.
 
دغه سیمینار د قرآن کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شو.
د سیمينار په لومړۍ برخه کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانیستونکې وینا کې وویل:
اوبه نه یوازې د ژوندانه له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، بلکې د هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او بهرنیو سیاستونو هم ښکاره اغېزې لري. افغانستان د روانو اوبو پراخې سرچینې او زېرمې لري چې په هېواد کې دننه په بېلابېلو برخو کې د ګټې اخیستنې لپاره باید په ښه ډول مدیریت شي. په هېواد کې دننه ځينې سیندونه شته چې د ټاکلي مسیر له پای ته رسېدو وروسته له هېواد څخه بهر وځي چې همدغه اوبه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو مستقیمه اغېزه کوي.
 
نوموړي زیاته کړه: افغانستان د آمو، هریرود مرغاب، د هلمند، د شمال او د کابل، د اوبو پنځه مهمې حوزې لري چې هره یوه یې ځانګړې تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه لري.
 
د ښاغلي شکیب په وینا، نن سبا د اوبو اهمیت او ارزښت ته په کتلو د بشري پرمختګ خورا ستر عنصر اوبه ګڼل کېږي، انسانان په خپل بشري تاریخ کې تل د اوبو د پیدا کولو په لټه کې وو او هڅه یې کړې چې د اوبو زېرمې په واک کې ولري او په هغو ځایونو او سیمو کې ژوند وکړي چې ترڅنګ یې چینې، رودونه، سیندونه او سمندرونه وي چې په پایله کې یې لوی لوی تمدنونه، لکه په لرغوني مصر کې د نیل رود تمدن، د دجلې او فرات د سیندونو پر غاړه د بین النهرین تمدن او داسې نور پنځولي دي.
 
ورپسې د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال ښاغلي څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي له خوا ولوستل شو چې په کې راغلي وو:
 
« له علومو اکاډمي مننه کوم چې د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو د سیمه ییزې دیپلوماسي په ګټوره موضوع باندې یې علمي غونډه رابللې ده، د اوبو مدیریت نه یوازې زموږ د نن لپاره مهمه مسأله ده، بلکې د افغانستان د سبا وده هم تر ډېره حده د اوبو له سالم مدیریت او په دې برخه کې له مناسبې دیپلوماسي سره اړه لري».
 
وروسته د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې پیغام د ښاغلي فرید احمد عزیزي له خوا ولوستل شو چې په کې راغلي وو:
زمونږ ګران هېواد افغانستان له نېکه مرغه د اوبو سرچینو، ځمکې او انرژۍ په برخو کې نسبتاً ښه ظرفیت لري چې د تازه هایدرولوجیکي معلوماتو او ارقامو پر بنسټ، د سطحې او ځمکې لاندې تجدید کېدونکو اوبو کلنۍ کچه ټولټال ۶۹ میلیارده متر مکعب ته رسیږي، چې له دې جملې د سطحي اوبو پوتنشیل ۵۳ میلیارده متر مکعب او تر ځمکې لاندې اوبو پوټنشیل ۱۶ میلیارده متر مکعبه دي، د اوبیزې برېښنا د تولید ظرفیت شاوخوا ۲۳ زره مېګاواټه او په ټول هېواد کې د کښت وړ ځمکې کچه شاوخوا ۷ میلیون هکتار ته رسېږي. خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې تر دې دمه د هېواد له دغه پام وړ ظرفیتونو څخه لږه ګټه اخیستل شوې او د اوبو پاتې نورې سرچینې له کلونو راهیسې له هېواده بهر روانې دي او ګاونډیان ترې وړیا استفاده کوي.
 
د سيمينار د لومړۍ برخې د پای په شېبو کې دکتور فضل الله اختر د اوبو د کمښت او له هغو څخه د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لارې په هکله وویل، د اوبو تنظیم او د اقلیم تغییر د افغانستان لپاره یو له ستونزو ډکو موضوعاتو څخه دی، ځکه د افغانستان د جګړې ۸۰ سلنه جګړه د اوبو لپاره ده.
 
د نوموړي په وینا، د نفوسو له زیاتېدو سره د اوبو غوښتنه هم زیاتېږي، نو د اوبو سطحه ورځ تر بلې په ښکته کېدو دې چې څو کاله وروسته به مونږ د اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ شو. په افغانستان کې ٪۹۸ فیصده اوبه د کرنې په خاطر استعمالیږي، ٪۱ فیصد د صنعت او ٪۱ فیصد کورنۍ استعمالوي؛ دا په داسې حال کې چې مونږ ۹۸ سلنه اوبه د کرنې په برخه کې استعمالوو، خو بیا هم مونږ ترکاري او داسې نور سبزیجات له نورو هېوادونو واردوو.
 
د دې سیمینار دوهمه برخه د علمي- څېړنیزو مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې لاندې مقالې په کې ولوستل شوې:
د اوبو ډيپلوماسي، له شخړې تر همکارۍ؛ مدیریت آب های افغانستان: فرصت ها و چالش ها؛ آب و امنیت ملی در افغانستان؛ تأثیر رودخانه هلمند بر روابط افغانستان و ایران؛ د کابل اوبه ییزه حوزه: ننګونې او حال لارې؛ په مرکزي آسیا کې د اوبو مدیریت او پر افغانستان یې اغېزې؛ دیپلوماسي آبی افغانستان در قبال همسایه های شمالی.
 
د سيمينار په پای کې د لوستل شويو مقالو په اړه پوښتنې، بحث او مناقشه وشوه. د سيمينار ارزونه د فرید احمد عزیزي له خوا وشوه چې په ټوله کې يې دغه سيمينار مثبت او ګټور وباله.
 
په اخره کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي دي:
۱. د افغانستان دولت باید خپل د حقابې حق د داخلي مصارفو په نظر کې نیولو سره د نړیوالو اصولو په رڼا کې لاسته راوړي.
 
۲. د افغانستان دولت دې د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د مشترکو سيندونو د اوبو مديریت طرحې له ګاونډيو هېوادونو سره د باصلاحيته کمیسیونونو له لارې مطرح کړي.
 
۳. د افغانستان دولت دې له خپلو ګاونډيو هېوادونو (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان) سره د ګډو اوبو په هکله خبرو ته لار پرانیزي او د اوبو د حق په خاطر دې دواړه خواوې معاهدات او قراردادونه لاسلیک کړي.
 
۴ . د افغانستان دولت دې پر هغو تړونونو چې د افغانستان په نه شتون کې د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د اوبو په هکله شوي، له سره کتنه وکړي.
 
۵ . وړاندیز کېږي چې د افغانستان د دیپلوماسۍ دستګاه دې د اوبو د حقونو ټاکلو کې د هریرود د اوبو پر حوزه له ایران سره د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ونیسي.
 
۶. وړاندیز کېږي چې د افغانستان د علومو اکاډمي دې د اوبو د موضوع د لا ښه روښانه کېدو په پار له هېواد بهر د اوبو په هکله سیمینار د داخلي او خارجي نهادونو په همکارۍ ترسره کړي.
 
۷. د هېواد اوسني وضعیت ته په کتلو سره وړاندیز کیږي چې د هېواد د اکړکیچ دې د هوکړه لیکونو او خبرو له لارې حل شي.
 
۸. د دې لپاره چې اوبه په ژوندانه کې مهم او حیاتي رول لوبوي، وړاندیز کېږي چې په دې اړه دې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
 
۹. وړاندیز کېږي چې د اوبو د چارو د تنظیم لپاره دې یوه واحده او مرکزي او د قانوني صلاحیتونو لرونکې اداره رامنځته شي.
 
۱۰. د ککړتیا او تر ځمکې لاندې اوبو څخه د بې ځایه استفادې د مخنيوي لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي او د اوبو د سیاست د تدوین او ستراتیژي جوړولو لپاره دې بيړه وشي.