چارواکي وايي: د هېواد په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان د طالبانو لاس ته ورغلی دی

روهي (جمعه/ ۳۰ د لړم)، په بدخان کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او ددې ولایت د والي په وینا، چې طالبانو ددې ولایت راغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان ته ځانونه رسولي او هڅه کوي چې له دغه کان سره زر وباسي.
 
د بدخشان والي ذکریا سودا زیاتوي چې: " اوس لپاره تاسو پوهیږئ چې د کانونو کار ډېرې پانګې ته اړتیا لري، تراوسه دوی له دې کانه کار نه اخلي، خو د کیندنې هڅې یې کوي، په خواشینۍ سره چې دا کان د طالبانو لاس ته ورغلی، خو د هغې سیمې او په ځانګړې توګه د دغه کان د بېرته نیولو لپاره زمونږ هڅې دوام لري."
 
له بدخشان د وروستیو راپورنو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې جنګیالیو یې په بدخشان کې د " بیکادر" کان نیولی، خو له کانونو یې د سرو زرو د ایستو موضوع رد کړې زیاته کړې ده، د مجاهد په خبره چې دوی نه بلکې د سیمې خلک د کانونو په کیندنه بوخت دي.