فایزر شرکت د کرونا وېروس د واکسین د تاييد هڅه کوي

روهي (جمعه/ ۳۰ د لړم)، له هغه وروسته چې د درمل جوړولو فایزر شرکت لخوا د کرونا ضد واکسین جوړولو بریالی هڅې اعلان وشو اوس نوموړی شرکت او شریک یې بیو ان تیک نن له امریکا حکومت ددې واکسین د تایيد غوښتولو هڅه کوي.

نوموړي شرکت د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته د واکسین د تایید غوښتنه داسې حال کې سپارل کېږي، چې تمه ده په راروانو اوونیو کې د امریکا د درمل جوړولو بل شرکت موډیرنا هم د خپل واکسین د بېړني تایید لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د یادونې وړ ده چې فایزر او موډیرنا شرکتونه تېره اونۍ ویلې و، چې د دوی له خوا جوړ شوی واکسین خلک د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۵ خوندي کوي او لوی عمر کسانو ته هم موثر ثابتیدی شي.