د پخلاینې ملي شورا مشر د ترکیې له ګڼو چارواکو سره لیدلي 


روهي (جمعه/۳۰ د لړم)، د افغانستان د پخلاینې ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ترکیې ته د خپل سفر پرمهال ډاکټر عبدالله ددې هېواد  د دفاع وزیر هولوسي اکار، بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او پارلمان د رئیس مصطفی سینتوپ په دیني چارو کې د ترکیې دولت له رئیس په ګډون له ګڼو چارواکو ترکیې چارواکو سره کتلې دي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: "ترکیه به د سولې په برخه کې د ملګري هېواد افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ ته دوام ورکړي."

په افغانستان کې د جنګ د پای په موخه له تېرو دوو میاشتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي خو لا هم تر اوسه پکې کوم پرمختګ نه دی شوی، په همدې اړه افغان مشرانو په سیمه کې ددې پروسې د ملاتړ د جبلولو لپاره د سیمې هېوادنو ته سفرونه پېل کړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر  عبدالله عبدالله پاکستان، ایران او هندوستان ته هم ورته سفرونه کړې و.