بریتانیا وايي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموو 

روهي (جمعه/ ۳۰ د لړم)، له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستو اعلان وروسته اوس تازه د بریټانیې دفاع وزارت ویلې، چې ښایي د امریکا په څېر له افغانستان خپل ډېری سرتېري وباسي.

د بریتانیا د دفاع وزیر بین والیس له دې سره چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمیدو خبره کړې خو وايي، له امریکا سره په ګډه د افغانستان د امنیت ساتنې په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې نه بریټانیه او نه هم امریکا اوس مهال خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي خو زیاتوي چې که امریکا په افغانستان کې خپل پوځيان کم کړي ښايي چې بریتانیا هم ورته عمل ترسره کړي. 

بریټانیه اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري لري چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې پر دنده بوخت دي.