کندهار کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي (جمعه/۳۰ د لړم)، په کندهار ښار کې د تېر ماښام د موټرسایکل بم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوې دي. 
 
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، چې تېره شپه شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د درېیمې ناحیې څلور لارې ته څېرمه موټر سایکل بم چاودنه شوې ده. 
 
له کندهار ځايي خبریالان وايي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ولسي وګړي او دوه پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.  
.
د راپورونو له مخې په ژوبل شویو کې یو د همدې حوزې مرستیال او بل پولیس دی، خو نور ټول ملکي وګړي دي. 
ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.