افغانستان کې نږدې ۱۰۰ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

روهي (جمعه/۳۰ د لړم)، د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت، یونیسف یا د ماشومان ملاتړ صندوق ویلي، د کرونا وبا له خپرېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي نوره هم زیاته شوې ده او د کرنتین پر مهال نږدې یو لک ماشومان نوي په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دا اداره وايي، سږ کال کرونا وبا د ماشومانو د حقوقو د پایمالېدو لامل شوی دی. یونیسف ویلي، په افغانستان کې نه یوازې جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی بلکې په وینا یې کرونا هم د دوی پر ژوند ډېر منفي اغېز کړی.

په افغانستان کې د یونیسف د رسنیو برخې غړي احمدجان نوزادي ویلي، بېوزلي او د کرونا وبا خپرېدو له کبله په دغه هېواد کې نژدې یولک نور ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.