مورنۍ ژبه که پلرنۍ ژبه ؟

   په دې لېکنه زه نه غواړم چې د ژبپوهنې له معیارونو بحث وکړم ځکه چې زه په خپله کوم ژبپوه نه یم او نه دومره پراخه مطالعه په دې برخه کې لرم ، خو له نورو ژبپوهانو او په دې برخه کې له سترګورو د نظر غوښتونکی یم .
په ډېرو ادبي ناستو او غونډو کې ما ولیدل چې یو څوک ډېر ښه په پښتو بحث کوي او پرې ګړیږي خو د خبرو په پیل او یا وروسته کې خامخا دا خبره پسې غوټه کوي چې زما مورنۍ ژبه پښتو نه ده ، ماته شک پیدا شو چې دا څنګه کېدای شي دا ښاغلی دومره ښه پښتو وایي او لیکي او مورنۍ ژبه یې پښتو نه ؟ خو اخېر مې له یو ملګري پوښتنه وکړه چې دا کس څوک دی ، نو هغه راته وویل چې دده مور فارسیوانه ده او پلار یې پښتون ، ډېر ځلې نور هم له داسې خلکو سره مخ شوی یم ، ما به ټینګار کاوه چې ژبه په نسب پسې ځي او نسب په پلار پسې تړلی وي خو په اخېر به په دې غلی شوم چې راته وبه یې ویل چې نو بیا ولې ژبې ته مورنۍ ژبه وایي ؟
او زما دا دلیل به یې نه قبلولو چې ، مورنۍ ژبه ځکه ورته ویل کیږي چې د یوې ژبې خلک د خپلې ژبې دومره خیال وساتي او عزت یې کړي ، لکه د خپلې مور چې کوي ، دا زما په اند د وخت د ادیبانو او ژبپوهانو له خوا ورته غوره شوی تر څو خپله ژبه په دې ډول په خلکو وساتي او د بل یرغل ته یې پرېنږدي .
نو اوس له ملګرو ، ادیبانو او په تېره بیا له قدرمنو ژبپوهانو او ددې برخې له مینوالو غواړم چې خپل نظرونه راسره شریک کړي .
مننه
میوند فدا