چارواکي: د بدخشان ولایت مایمي ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې ده

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د مایمي ولسوال کامبیز قرباني وايي، چې نن سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو د بدخشان په مایمي ولسوالۍ بریدونه پېل کړل چې په پایله کې یې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ولویده.
 
د قرباني په خبره چې: "امنیتي ځواکونو مو لږ وو، انتنونه کار نه کوي هغه ولسوالۍ چې د زړه په وینو مو جوړه کړې وه، له بده مرغه د دښمن لاسته لویدلې، د جاشتګ او ورسج قومي خلک لا هم د جنګ په حال کې دي، خو له بده مرغه د هغوی مهمات هم لږ دي."
 
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني د مایمي ولسوالۍ د سقوط او په وروستیو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه دې ورکړي.

.
په دې بریدونو کې د مایمي ولسوالۍ د امنیه قوماندان د وژل په اړه هم خبرونه ورکړل شوې خو د امنیه قومندانۍ ویاند دا راپورنه نه تاییدوي.
تر دې وړاندې د بدخشان د ولایتي شورا یوه غړي د امنیه قوماندان او د ملي امنیت د مدیر د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.