ملي دفاع وزارت په فاریاب کې ۵۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د افغانستان د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلې، چې تیر ماښام یې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ په "کوهي" او "سرآسیاب" کلیو کې د طالبانو هغه ګروپ چې په امنیتي ځواکونو د بریدونو په هدف را ټول شوي ؤ،  د هوایي بریدونو پرمهال له منځه وړی د وزارت په وینا چې ددې بریدونو په پایله کې یې  ۲۱ طالبان وژلي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي.
 
په خبرپاڼه کې راغلې، چې ددې بریدونو پرمهال یې د طالبانو ۲ پټنځایونه او زیات شمیر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.
وزارت همدا راز زیاتوي چې تیره شپه یې د قرمقل ولسوالۍ په بند کلي کې د یوې نښتې په پایله کې ۶ تنه طالبان وژل او ۵ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
 
بلخوا په اړه طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلې.