د لغمان د کب روزنې پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده توکي وېشل شوې

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، په لغمان کې د کبانو فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر  فارمونه جوړ شوي دي.

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر ۲۰ فارم لرونکو د کبانو روزنې اړونده توکي، چې په کې درې حلقې د کب نيونې جالونه، دوه پلاستکي تشتونه، دوه PH مترونه، دوه جورې موزې، دکب روزنې دوه جورې ځانګړې جامې، دکبانو دخوړو څلور لوښې، څلور ترماميترونه، د کبانو د لېږد پنځه ځانګړي بکسونه، څلور ابازکونه، څلور لمريزې تختې، ۲۰ کيلو ګلوکوز، پنځه کيلو ويټامين او ۱۴۰ کيلو د کبانو خواړه په کې شامل دي وېشلي دي.

د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، چې دغه مرستې د لغمان په مرکز مهترلام او ددې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې دکبانو له ۲۰ فارم لرونکو سره شوي دي. د خوشحال په خبره چې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولايت کې د کبانو نور فارمونه هم جوړ شي.