طالبانو له نړیوالي ټولنې غوښتې چې له افغانستان سره مرستې دې د افغان دولت پر ځای له دوی سره شریکې کړي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، په تېرو شلو کالونو کې د افغان دولت لخوا د نړیوالو په مرستو کې د پراخ فساد وروسته طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتې چې له دې وروسته دې په دې برخه کې د فساد د مخنیوي په پار یادې مرستې له دوی سره همغږي شي.
 
طالبانو وروسته دا غوښتنه په جنیوا کې له افغانستان سره د مرستو د نړیوال کنفرانس په درشل کې چارشنبه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړې ده.‌
 
د طالبانو په وینا، چې د افغان ولس په نامه په تېرو شلو کالونو کې د نړیوالو مرستې راټولې شوې دي،‌ خو د عامو خلکو پر ځای د اشخاصو او څو کسانو جېبونو ته تللې دي.‌
دې ډلې په خپله اعلامیه کې ویلي، که راتلونکي کې هم نړیواله ټولنه د اوسني حکومت له لارې مرستو ته دوام ورکوي‌ نو طالبان دا مرستې نه غواړي او هرکلی یې هم نه کوي.
 
په وروته وخت کې طالبانو له هغو هېوادونو مننه کړې چې په تېر کې یې له افغانستان سره مرستې کړې دي او راتلونکي کې یې هم دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.یاده دې وي چې د راتلونکې دوشنبه او سی شنبه به په جینیوا کې د نړیوالې ټولنې لخوا له افغان دولت سره د مرستو او راتلونکو همکاریو کنفرانس ترسره شي.‌