فایزر شرکت: جوړ کړې واکسین یې په سلو کې ۹۵ فیصده د کرونا وېروس مخنیوی کوي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، فایزر (Pfizer) وايي، د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' پر ضد د دوی د واکسین د ازموینو وروستيو پړاوونو څرګنده کړې چې د دوی لخوا د کرونا وېروس جوړ شوې واکسین خلک له کوویډـ۱۹ ناروغۍ په سلو کې ۹۵ خوندي کوي.

د د درمل جوړولو یاد شرکت وایي د دوی لخوا جوړ شوی دغه واکسین د پخه عمر کسانو ته هم مثبته نتیجه ورکوي او کولی شي هغه د پخه عمر کسان هم چې د مرګ له خطر سره مخامخ دي، خوندي کړي.

فایزر شرکت د کرونا وېروس په وړاندې د جوړو شویو واکسین د نهايي ارزونې په اړه وروستي معلومات په داسې حال کې خپروي چې یوه اوونۍ مخکې په لومړنیو ازموینو کې ۹۰ په سلو کې یاد واکسین اغېزمن بلل شوې و.

د یادونې وړ ده چې تېره دوشنبه د امریکا د درمل جوړولو یوه بل شرکت مودیرنا هم د کرونا وېروس واکسین جوړولو په اړه لومړني معلومات خپاره کړي وو چې اغېز یې تر ۹۰ فیصدو زیات ښودل شوی و.