۳۰ کاله وروسته عراق او سعودي عربستان خپله پوله بېرته پرانیسته

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، پرون چهارشنبه په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکو پر پوله د دروازې د پرانیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې له پرانېستو سم په پوله بار لارې هم تېرې شوې.

پر کوېټ د عراق د پخواني رهبر صدام حسین تر یرغل وروسته په ۱۹۹۰م کال سعودي عربستان له عراق سره خپل ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې له امله یې دا پوله تېر ۳۰ کاله تړلې پاتې وه.

د عراق د اوسنی صدراعظم مصطفی الکاظمي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره دوستانه اړیکې لري، چې په وروستیو کې یې د دواړو هېوادونو په اړیکو مثبت تاثیرات کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګري پراخه کړې.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201119_103752_105.sdoc-->