استرالیا د خپلو عسکرو د ناوړه چلند له امله له افغانستان بښنه غوښتې

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، ولسمشر غني پرون له غرمې مخکې د استرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره تیلفوني خبرې کړي.

په دې ټلیفوني اړیکه کې د استرالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي عسکرو د جنګي جرمونو په ارتکاب د تاسف څرګندولو ترڅنګ ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت تامین شي.

همدارنګه د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغانستان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوړلو یادونه یې کړې.

افغانستان کې د استرالیایي ځواکونه د خپل ماموریت پرمهال د عامو افغانانو په وژنه تورن دي چې دې هېواد په دې وروستیو کې ددې قضیو د څیړنو لپاره ځانګړی څارنوال هم ګمارلی، د راپورونو له مخې د استرالیا پوځ منلې چې ځواکونو یې په افغانستان کې ۳۹ ولسي افغان وژلي.