د پاکستان صدراعظم عمران خان نن کابل ته راځي

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د لړم)، د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې د دغه هېواد صدراعظم عمران خان به د یو دولتي پلاوي په مشرۍ، د افغان حکومت په بلنه نن پنجشنبه کابل ته لاړ شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال رسنیو سره په خبرو کې ددې سفر د اجنډا په اړه په خپلو خبرو کې ویلې: "د دواړو هېوادونو مناسبات به د دواړو دولتونو د رهبرانو د بحث وړ موضوع وي، د افغانستان بهرنی سیاست، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا به د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس په کتنه کې د سیمه‌ییزې همکارۍ، د څلورلارې په توګه د افغانستان پر موضوع او فرصتونو تمرکز وشي چې له مرکزي اسیا سره د جنوبي اسیا د نښلولو په برخه کې په افغانستان کې شته."

له هغه وروسته چې په ۲۰۱۸ کې عمران د پاکستان صدراعطم ټاکل شوی دا د نوموړي افغانستان ته لومړی رسمي سفر دی.