خوست وﻻيت کې بمي چاودنه شوې

 د خوست امنيتي چارواكي وايي چې د بېلابېلوپېښوپرمهال يې په دغه ولايت كې يوشپيته ميله سپكې وسلې نيولي دي، د خوست امنيې قومندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې په دې وسلوكې يې زياتره هغه وخت نيولي چې له پاكستان څخه خوست ښارته راوړل كيدې.     بل پلو په خوست ښاركې بمي چاودنې يوتن وژلى او يو بل يې ټپي كړى دى، او وسله والوطالبانو هم د دې چاودنې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.
بشپړ ريپوټ
د خوست امنيې قومندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايې چې په دې وروستيوكې يې په جلاجلا سيمواود بېلابېلوعملياتوپرمهال يوشپيته ميله وسلې او له دې سره يې په تړوا يوشمېركسان هم نيولي، چې دا مهال په قضايي ارګانونوكې ترې پلټنې روانې دي، د ده په خبره چې په دې وسلو كې ډيرى يې هغه وخت نيولي چې له ګاونډي هيواد پاكستان نه خوست ښارته د خرڅلاوپه موخه راوړل كيدې، اسحاقزي د وسلونيول د پوليسود پياوړتيا لامل وباله اوزياتوي چې دا مهال پوليس په دې توانيدلي چې خپلې دندې په ښه ډول پرمخ يوسي.
بل پلو د دوشنبې ورځې په سهار مهال په خوست ښاركې د سپين جومات ترڅنګ بمي چاودنه وشوه، امنيتى چارواكي وايي چې له امله يې يوتن وژل شوى او يوبل ټپي دى، وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.  له دې دوې ورځې وړاندې هم په خوست ښاركې بمي چاودنې يوتن وژلى و، د ياده ولوده چې په دې وروستيوكې په خوست كې دا ډول چاودنې كمې شوې وې.