د کرونا دوهمه څپه او افغانستان کې په هوټلونو کې د واده یوه میاشت بندیز

روهي (څلور نۍ/۲۸ د لړم)، په افغانستان کې د کرونا د دوهمې څپې د راتګ او ددې وېروس د مخنیوي په موخه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هوټلونو وادونه د یوې میاشتې لپاره بند کړل.

په همدې موخه نن افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ویلې، چې دغه پریکړه د کابینې په وروستۍ غونډه کې شوې ده: "دا چې افغانستان د کرونا له دویمې څپي سره مخ دی، د کابینې د دوشنبې ورځې غونډه کې پریکړه وشوه چې د لیندۍ میاشتې تر وروستیو دې د ودونو هوټلونه تړلي وي. عامې روغتیا وزارت له ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو سره د دې امر په پلي کولو کار کوي."

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيې چې افغانستان کې نژدې ۴۴ زره کسان تراوسه په کرونا اخته شوي او ۱۶۴۵ کرونایي ناروغان مړه شوي دي.

له دې وړاندې بیا چارواکو ویلي و چې د کرونا او له کبله یې د مړینې غیر رسمي شمېرې ډېرې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کرونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی.