ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره کتلي

روهي (څلور نۍ/۲۸ د لړم)، له ارګ په خپره شوې راغلې چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره په ارګ کې وکتل.

په خبره کې راغلې، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت، د سولې پروسې او له ایران او د سیمې هیوادونو سره د همکاریو د شته فرصتونو په اړه خبرې او د هغو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان له ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ایران د همکاریو د پیاوړتیا او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ.

د خبرپاڼې په وینا چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې د ایراني استازي سره د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو خبرې وکړې او ویل چې افغانستان د مرکزي اسیا او د سیمې د اتصال تګلارې عملي کولو وړتیا لري او له دې فرصتونو څخه باید استفاده وشي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201118_144413_698.sdoc-->