په بېړه د ځواکونو ایستل به ټولې نړۍ ته سرخوږی جوړ کړي

روهي (درې نۍ/۲۷ د لړم)، د امریکایي رسنیو له هغه راپور وروسته چې ویل کیدل  ټرمپ له افغانستان د سرتېرو ایستلو په پلان کار کوي ترڅو   ډېر ژر له افغانسان څخه خپل ټول سرتېري وباسي اوس  د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به په لوړه بیه تمام شي. 
 
نوموړي تازه د ټرمپ دې څرګندونو ته په اشارې ویلې چې ناټو چې له تېرو شلو کلونو راهیسي په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت پر غاړه لري اوس له یوې سختې پرېکړې سره مخ ده. 
 
هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د ناټو هیڅ متحد په افغانستان کې د تل لپاره د پاتې کېدو تمه نه لري خو په وینا یې په بېړه د ځواکونو ایستل به ټولې نړۍ ته سرخوږی جوړ کړي. 
 
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، افغانستان لا هم د نړیوالو ترهګرو لپاره امن ځای دی او داعش ډله په سوریه او عراق کې تر ماتې وروسته هڅه کوي په افغانستان کې خپل خلافت جوړ او له هغه ځایه په ټوله نړۍ کې بریدونه طراحي کړي، نو پر همدې بنسټ دوی به له امریکا پرته هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي.