خوست : د ازادۍ مينې د کورونو جوړول پيل شول

 په خوست ولايت كې د ازادۍ مينې په نوم سيمه كې د يوزرو دوه سوه كورنو په جوړولو پيل وشو.   نږدې شپږكال وړاندې په دې سيمه كې د ټول خوست اوسيدونكوته د پچې اچونې له لارې د يوه يوه كور ځمكه وركړل شوې وه، خو تردې دمه ياده ځمكه د غاصبينوپه لاس كې وه.  اوس چې له دې ځمكې غاصبين وشړل شول نو دولت پكې خپله پروژه عملي كړه.
داد خوست ښارلوديځ ته هغه سيمه ده چې نږدې شپږ كاله وړاندې دولت ځايي اوسيدونكوته د كورنو جوړولو لپاره ځانګړې كړې وه، كه څه هم دا ځمكه غصب شوې وه، خو بيا هم دولت  د پچې اچونې له لارې يو زرو دوه سوه نمرې پكې توضيع كړې دي، داچې اوس له دې سيمې غاصبين ليرې او دولتي پروژه پكې پلي شوه، په همدې مهال خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې خوښي څرګنده كړه چې د هغې پروژې پرانستنه وشوه، چې څوکاله پخوا توضيع شوې وه، خو د يو لړ ستونزو له امله تراوسه ناحله پاتې وه، ده زياته كړه چې نور به هغه يوزرو دوه سوه كورنۍ کاغذ په لاس نه ګرځي، چې شپږ کاله پسې لالهانده وو، د خوست چارواكي وايي چې د دغو کورونو د ماليې له امله د ښاروالۍ په عوايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلى او په وينايې پر دغو پيسوبه اړونده کورونوته ټولګټې پروژې لکه مکتبونه، سړکونه، کلينيک اونورجوړ شي. په پای کې يوشمېرلوبغاړوخپل سپورتي هنرونه وښودل اوځوانانواتڼونه وکړل چې د ګډونوالو د ښويولامل شول.
كه څه هم د خوست چارواكي د دولتي ځكموغصب د يوشمېرټولګټوپروژو پروړاندې خنډونه بولي خوله غصب پرته دا مهال د خوست ګردېزپرلويه لار چې د خوست لپاره حياتي ارزښت لري د جووړنې چارې دريدلي، د خوست منظورشوي هوايي ډګر درك نشته او د خوست غلام خان بندر لار لا هم په رسمي ډول د ترانزټ لپاره نه ده پرانشتل شوې.