د کرونا پر ضد جوړ شوی واکسین نږدې ۹۵ سلنه اغېزمن دی

روهي(درې نۍ/ ۲۷ د لړم)، په نړۍ د کرونا وېروس له څپې راتلو وروسته تقریبا یو کال تیریږي چې اوس د موډرنا شرکت اعلان وکړ چې ددې ویروس واکسین یې ۹۵ سلنه ددې ویروس لپاره اغېزمن دي.

د موډرنا امریکايي کمپنۍ اجرايي رييس سټېفن بانسل پرون دوشنبه اعلان وکړ، چې د دوی د واکسین د درېم پړاو نتیجې ښيي چې د کوویډ۱۹ په مخنیوي کې بریالی دی او په وینا یې دا واکسین به په سلو کې ۹۴ اعشاریه ۵ د کرونا ویروس په وړاندې اغېزمن ثابت شي.

د موډرنا شرکت په وینا چې تازه جوړ کړې واکسین یې پر کابو ۳۰ زره دواه طلبو خلکو ازمویلي چې د کرونا ویروس په وړاندې یې مصونیت نږدې ۹۵ سلنه زیات کړی دی، تېره اوونۍ د امریکا فایزر او د جرمني بیو این ټیک شرکتونو هم د کرونا وېروس ضد واکسین د جوړیدو اعلان وکړ چې د دوی له لوری په ګډه جوړ شوی واکسین د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۹۰ بریالی دی.