د سوریې د بهرنیو چارو وزیر  د ۷۹ کالونو په عمر مړ شو

روهي (درې نۍ/ ۲۷ د لړم)، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم چې د بهرني سیاست په برخه کې د سوریې او نړۍ په کچه تجربه کار ډیپلومات بلل شوی، پرون په دمشق کې د ۷۹ کلونو په عمر مړ شو.
 
ولید المعلم د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی پاتې شو او په دغه هېواد کې د مظاهرچیانو د خونړي فشار پر مهال، چې په دغه هېواد کې د یوې لسیزې شخړې سبب شوې په نړیواله کچه د سوریې دولت او بشرالاسد کلک مدافع و. 
 
د سوریې دولتي رسنیو معلم یو مبارز ډیپلومات یاد کړی، چې په وینا یې تر وروستۍ سلګۍ یې د سوریې دفاع وکړه.
ده په ۱۹۶۴م کال په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه او په ۲۰۰۶م کال کې د بهرنیو چارو وزیر شو.