د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس نایاب په مشرۍ افغان پلاوی تهران ته تللی

روهي (درې نۍ/۲۷ د لړم)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سیاسي مرستیال میرویس نایاب په مشرۍ تهران ته د افغان پلاوي سفر اصلي هدف د اقتصادي، سوداګرۍ، ترانزیت، ترانسپورت او د انرژۍ تولید کې ګډې پانګونې او د دواړو هیوادونو تر منځ د هراړخیزو او اوږد مهاله همکاریو سند نهایي کول و.
 
د وزارت په وینا چې سیاسي مرستیال په دې سفر کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له معین سید عباس عراقچي سره د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله همکاریو په اړه هراړخیز سند خبرې کړې چې ددې سند په نهایي کولو کې د پام وړ پرمختګ وشو.
 
وزارت زیاتوي چې دواړو لوریو د سیمه ایزو مسایلو په اړه د سیاسي مشورو، د سولې پروسې او د سیمه ایزې اجماع په جوړولو کې د ایران د رول، په افغانستان او سیمه کې د سیاسي او امنیتي وضعیت، په نیږدې راتلونکي کې د خاف - هرات ریل پټلۍ پرانستلو او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د هغې پر اهمیت هم خبرې کړې دي.