ولسمشر ټرمپ به له افغانستان د پوځیانو اېستلو امر وکړي

روهي (درې نۍ/۲۷ د لړم)، د راپورنو له مخې امریکا به په افغانستان کې د خپلو پنځه زره سرتېرو شمېر  تر راتلونکي جنورۍ نیمايي را کم کړي.

ولسمشر ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې کور ته د امریکايي ځواکونو د ستنولو ټینګار کوي او موده وړاندې یې تر راتلونکي کرسمس له افغانستان د ټولو سرتېرو اعلان وکړ.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې د تېرې اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې پوځي مشرانو ته د سرتېرو اېستلو د پلان په تړاو ویل شوې، چې د راپور پر بنسټ په دې تړاو یو فرمان هم چمتو دی، خو لا قومندانانو ته نه دی سپارل شوی.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو پلان خبر په داسې مهال دی چې امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلې پر سر ناندرۍ لا هم روانې دي.