پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځل بیا د پاکستان له حکومت د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې

روهي (دوه نۍ/۲۶ د لړم)، پرون په شمالي وزیرستان میرانشاه کې د یوې لویې غونډې پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

پشتین چې پرون یې په میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلویانو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې حکومت د هدفي وژنو په اړه ولس ته خبرداری ورکړي خو که حکومت په دې برخه کې کوم اقدام نه کوي نو ولس به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له حکومت په خپلو غوښتنو کې د پښتنو په سیمو کې د ماینونو پاکول، د ناقانونه وژنو او سړي تښتونو مخنیوی او په پښتنو باندې د بریدونو د عاملینو نیول له مهمو غوښتنو څخه دي ترڅو د پاکستان حکومت ورته توجو وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو سره سره د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکو بیا بیا ویلي دي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په هدفي بریدونو کې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري، خو پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا چې لا هم د پښتنو په سیمو کې پښتون وژنه دوام لري او تر هغه چې پاکستاني حکومت د پښتنو ژوند ته پام نه وي کړی خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.