ایران: په نامسووله توګه له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل له دې هېواد سره خیانت دی

روهي (دوه نۍ/۲۶ د لړم)، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اسیا د برخې عمومي مدیر رسول موسوي وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو نامسووله وتل، د دغه هېواد له ملي ګټو سره خیانت دی.

موسوي ددغه هېواد تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې د امریکا موخه په افغانستان کې د رژيم بدلون دی او له همدې امله ټینګار کوي چې امریکا باید له افغانستانه خپل ځواکونه په مسوولانه توګه وباسي.

دغه ایرانی ډیپلوماټ ټينګار کوي چې له طالبانو سره خبرې اترې یوه اړتیا ده؛ خو تهران د اسلامي امارت په وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت جوړښت څخه ملاتړ کوي. د هغه په وینا تهران په مرزي برخو کې له طالبانو سره امنیتي همکارۍ لري.

موسوي په خپلو څرګندونو کې ویلې دي چې په مسوولانه توګه د وتلو موخه دا ده چې:«امریکا باید پر خپل مسوولیت عمل وکړي نه دا چې یو هېواد شل کاله اشغال کړي او نه یوازې هغه بېلابېلې ادارې چې ټاکل شوې وه رامنځته یې کړي، جوړې نه کړي، بلکه ټولې هغه د هغه دولت اپوزسیون ته هم تسلیم کړي؛ دا نه یوازې چې مسوولانه وتل نه دي بلکې د یوه هېواد له ملي ګټو سره خیانت دی.»

تر دې وړاندې روسیې او پاکستان هم چې داسې ښکارېدل په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفان وي؛ هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د نامسوولانه وتلو په تړاو خبرداری ورکړی و.