هند د پاکستان وروستۍ ادعا بې بنسټه بللې

روهي (دوه نۍ/۲۶ د لړم)، د پاکستان له هغې ادعا وروسته چې هند د افغان خاورې په ګټه د پاکستان په ضد ګټه اخلي اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي.

د نوموړي په خبره ترهګرې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي او د ترهګرۍ کارول د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده.

پاکستان او هند په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې ستر ملاتړي بلل کېږي چې د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره یې په افغانستان کې په یو ډول نه یو ډول په جګړو او نا امنیو کې لاس لرلی دی.

له دې وړاندې هم هند او پاکستان یو بل د ترهګرو په ملاتړ تورن کړې و او په افغانستان کې یې د جګړې د دوام او له دې خاورې یې د یو او بل په وړاندې د ګټې اخیستنې تورونه لګولي دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201116_081418_864.sdoc-->