پکتیا کې د بڼوالی پراختیا په خاطر دوه زره بڼوڼه جوړ شوي

روهي ( یوه نۍ/ ۲۵ د لړم )، پکتیا کې د بڼوالۍ د پراخیتا په پار څه باندې دوه زره نوي بڼونه جوړ شوي دي
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي؛ سږ کال په دې ولایت کې د بنوالۍ د پراختیا په پار دوه زره او۵۳۰ ډول ډول مېوه لرونکي بڼونه جوړ شوي دي.

دغه نوي بڼونه د دې ولایت په مرکز ګردیز او ټولو ولسوالیو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ بڼوالو ته جوړ شوي دي، چې د دې ولایت د بڼوالۍ حاصلاتو په ډېرښت او تولید یې خورا ښه اغېزه کړې ده.

د پکتیا د کرنې ریاست کارکوونکي په ټولو برخوکې له بڼوالو سره همکاري کوي. د بزګرانو او بڼوالو هڅول، د غوره ډولونو ټاکل، د افتونو او ناروغیو مخنیوی او کنټرول او د مېوو ساتلو زېمتونونه جوړول هغه موضوعات دي، چې دپکتیا د کرنې ریاست په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا او ودې په پار تر سره کړي دي.