د امریکا ددفاع نوي سرپرست وزیر: ناپایه جګړې باید پای ته ورسول شي

روهي(یوه نۍ/۲۵ د لړم)، کرېسټوفر مېلر د پنټاګون کارکوونکو ته په یوه لیکلي لیک کې ویلي چې دوی یو مهم ماموریت لري او هغه دا چې د امریکا ناپایه جګړې باید پای ته ورسوي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید له ډېری هېوادونو خپل سرتېري وباسي او دا کار څومره چټک چې وي هومره ښه دی.

نوموړي د پنټاګون له کارکوونکو غوښتي چې ژر تر ژره د ولسمشر او پنټاګون د رهبرۍ اوامر عملي کړي او په دې حساسو شرایطو کې د زرګونه سرتېرو د بېرته راستنولو لپاره همکاري وکړي.

مېلر څلور ورځې وړاندې د ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا ددفاع د وزیر په توګه ګومارل شوی دی او ویل کېږي چې هغه له افغانستان د سرتېرو د ایستلو کلک پلوی دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201115_090826_200.sdoc-->