عبدالله عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کیدلو کومه مثبته پایله نه ده ورکړې

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د ملي پخلاینې شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې حکومت طالب بندیان د جګړې د پای ته رسیدو یا تاوتریخوالي کمولو په هیله خوشې کړل خو دا کار ونشو.

عبدالله په هرات کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلې چې دوی تمه درلوده ترڅو د سولې د خبرو په پېل کیدو سره به طالبان تاوتریخوالی کم کړي برعکس په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شو.

خو نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلې چې افغان دولت به هېڅ وخت د سولې دروازې ونه تړي او دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په دوحه کې د خبرو د پېل وړاندې افغان دولت ۵۰۰۰ طالب بندیان په دې ژمنه خوشې کړل چې بیرته به د جګړې لیکو ته نه ځي نو مګر پدې وروستیو کې د ولسمشر دوهم مرستیال وویل چې ډیری خوشې شوي بندیان بیرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي.

تمه کېده چې په دوحه کې د خبرو له پیل سره به په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي خو برعکس تاوتریخوالی ډیر شوی د ملي دفاع وزارت په وینا ، دا مهال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

دا پداسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله پرون ویلې و چې د خبرو له پېل په تېرو دوه میاشتو کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_200721_957.sdoc-->