د وروستي یو کال په ترڅ کې ۱۱۰ جریبه د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شوي

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وروستي یو کال په ترڅ کې د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.

دغه بڼونه چې ۲۲ جریبه یې د مالټې او ۸۸ جریبه یې د لیمو بڼونه دي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د پنځه میلیونه او ۲۱۰ زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کونړ او خاص کونړ کې ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شوي دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_174644_673.sdoc-->