په کابل کې ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت یو زراعتي کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت وایي، چې د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ په منځ کلي کې ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۸۰ مترو په اوږدوالي یو زرا عتي کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
وزارت زیاتوي، چې ددې کانال په جوړېدو سره د ځایي سیمې ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راغله او د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکو ته یې کاري فرصتونه هم برابر کړي و.
اوس مهال ددغې کانال څخه ۳۰۰ کورنۍ گټه اخلي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_160458_893.sdoc-->