د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د میدان وردګو د دوهم لین سرک جوړولو چارې پرمخ روانې دي

روهي ( نۍ / ۲۴ د لړم)،  دا سړک د کابل ښار، پنځمې ناحیې د کمپنۍ پل څخه پیل د میدان وردګو ولایت تر دراني بازاره غځیدلی او دا مهال یې د جوړولو چارې په چټکۍ رواني دي. 
 
د دې سړک تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت شوی  چې تر دې مهاله یې د جوړولو چارې ۱۸.۶ سلنه بشپړې شوي او د افغانستان حکومت له ملي بودیجې تمویلیږي.  
 
یاده پروژه د کابل هرات لویې لارې برخه ده چې د اسلام کلا، چابهار او سپین بولدک بندرونو څخه د هیواد پلازمینې کابل او برعکس د سوداګریزو توکو په لیږد را لیږد کې ځانګړی اقتصادي ارزښت لري.
 
د یادوني وړ ده چې، د کمپنۍ د لومړي پُل د جوړولو کار دوام لري او تر بشپړېدو وروسته به یې د دویم پله چارې پیل شي.