#تازه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د راتلونکي کال بودجه کې ۶۰۰میلیونه افغانۍ کمښت راغلی.

روهي ( نۍ / ۲۴ د لړم)، د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي چې د ۱۴۰۰هـ ش، کال د بودجې مسوده چې د کابینې لخوا منظوره شوې، د نورو کلونو په پرتله یې ځانګړنه دا ده چې"
اول، د دې لپاره چې اجتماعي عدالت او توازن رعایت او تامین شي، د ټولو ولایتونو محلي ادارو سره د بودجې په تدوین کې مشوره شوې ده، تر دې مخکې په بودجه کې د محلي ادارو نظر نه اخېستل کېده"

دویم، په تېرو ۱۸کالو کې معمول دا و چې اکثره کلونه به عادي بودجه زیاتېده او مقابل کې طبیعي خبره ده چې انکشافي بودجه به کمېده، راتلونکي کال لپاره د لومړي ځل لپاره عادي بودجه ۳فیصده کمه شوې ده او دا رقم انکشافي بودجې ته ځانګړی شوی دی، د انکشافي بودجې زیاتېدل به پر سیمه ییزه حکومتولۍ، کارموندنې او زیربناوو په منظمه توګه مثبت تاثیر ولري.

د عادي بودجې د کمېدو یوه بېلګه د جمهوري ریاست د چارو اداره ده، په ۱۴۰۰هـ ش، کال کې د چارو ادارې په بودجه کې ۶۰۰میلیونه افغانۍ کمښت راغلی دی.