ډونالډ ټرمپ وایي تر راتلونکي اپریل میاشت به په پراخه توګه د کرونا واکسین اماده شي

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې چې کرونا واکسین به تر اپریل پورې په پراخه کچه چمتو شي.

ټرمپ داسې مهال دا اعلان کړی چې د امریکا په ځنیو ایالتونو کې د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه لګیدلې دي او پرون په دې هېواد کې په ۲۴ ساعتونو کې تر یو نیم لک ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا د دوا لوی شرکت فایزر وایي چې د جرمني د بایو نبچ شرکت سره یې د واکیسن بریالی ازموینې ترسره کړې چې ۹۰ په سلو کې یې پایلې مثبتې دي.
اخوا تمه ده چې د امریکا د حیاتي ټکنالوژي شرکت مودیرنا په لنډو ورځو کې د ورته واکسین د بریالیتوب اعلان وکړي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_145827_340.sdoc-->