په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د والیبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د والیبال د ملي لوبډلې روزونکی محمد یوسف صادق وایي، چې د افغانستان د والیبال غوره لیګ سیالیو پرانېسته تېره ورځ وشوه.

صادق زیاتوي چې ددې سیالیو په لومړی لوبه کې به نن د سپین غر او نګین لوبډلې سره مخ شي.

د والیبال په یادو سیالیو کې له مرکزي زون څخه ام البلاد له شمال زون څخه سپین غر له ختیځ زون څخه چنار له جنوب څخه بست او له جنوب لوېديخ څخه هریوا ګډون کوي.

یادې سیالۍ یوه اونۍ دوام کوي چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی.