صالح: د کابل پوهنتون د بريد طرحه کوونکی پنجشيری دی او ونېول شو

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې پر کابل پوهنتون د برید اصلي طرح کوونکی د افغان ځواکونو له خوا نېول شوی دی. 

صالح لېکلي چې ياد کس عادل نوميږي او د محمد عارف زوی دی، چې اصلي د پنجشير ولايت اوسېدونکی دی خو د کابل په څرخي پُل سيمه کې اوسيږي. 

امرالله صالح لېکلي دي، چې ياد کس څو اړخيز هويت لري چې پر طالبانو، حزب التحرير او داعش پوري تړاو لري. تر درېيم ټولګي یې شرعياتو پوهنځي کې زده کړې دي او بيا وروسته حقاني شبکې ته تللی دی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح لېکلي دي چې ياد کس ته ويل شوي چې برید  په دې موخه وکړي، چې حکومت بدنامه او کمزوری وښيي او د خلکو زړه ترې تور کړي. صالح د سیمې خلکو د مالوماتو پر اساس لېکلي دي چې عادل نومی له تېرو درېيو کالونو راهيسې هلته نه تر سترګو کېدو او ويل کېدل چې بهر ته د زده کړو لپاره تللی دی. 

صالح د ياد کس د اعتراف په اړه ويلي دي چې عادل وایي چې وسله په خوست کې د ثناوالله په نوم د حقاني شبکې کس له خوا ورکړل شوې او د دغه بريد لارښوونه هم ورته شوې وه. 

د يادونې ده چې د کابل پوهنتون بريد کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړل او داعش ډلې یې مسووليت واخېست، خو طالبانو او حکومت بيا د ياد بريد په اړه د يو او بل پر وړاندې تورونه پوري کول.