امریکايي چارواکي له افغانستان د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو لپاره په چټکو هڅو بوخت دي

روهي (نۍ/۲۴ د لړم)، نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي ترڅو له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستو ژمنه پوره کړي.

د راپورنو له مخې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان په امریکا کې دی او د ټولو سرتېرو د ایستلو پر مهالوېش بحثونه کوي.

د سرچینې په وینا چې د پنټاګون د رهبرۍ بدلون او ډونلډ ټرمپ لخوا له دې وزارت د هغو کسانو چې له افغانستان یئ د ځواکونو د ویستلو سره مخلفت کوو لیرې کیدل ښایي چې ټرمپ په دې برخه کې خپله ژمنه سر ته رسوي.

نیویارک ټایمز وایي اوس چټکه تیاري روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې له افغانستان لوړه شمېره امریکایي عسکر و ایستل شي او ښايي روانه اونۍ ټرمپ په دې اړه خپله پرېکړه هم اعلان کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201114_101114_907.sdoc-->